سوال: که د یو اوسپنیز کانکریټی سلب ضخامت 15cm وی نو د 1.5m2 مربع وزن یې پیداکړئ،په داسې حال کې چې د اوسپنیز کانکریټو حجمی وزن 2400kg/m3 فرض شوی وی؟
حل: -
Conrete Wight=0.15*1.5*2400=540kg
-----------------------------------------------------------------
سوال: هر کله چې 3200kg وزن د یو ساختمان د تهداب پواسطه چې 1.5m2 مساحت لری، انتقال شی په دې صورت کې فشار چې په تهداب واردیږی پیداکړئ؟
حل: -
3200kg/1.5m2=2133kg/cm2
______________________________________
سوال:- :که د سیخانو لازمه مساحت 10.17cm2 لاسته راغلی وی،د 12mm سیخ څخه د استفادې په صورت کې د سیخ تعداد معلوم کړئ؟
حل: -
تقریباً 9 دانې (10.17cm2 په 1.2cm ویشو)
_______________________________________
سوال:- :د 30m3 کانکریټو لپاره د سیمنټو مقدار پیداکړئ، که مارک 200 په نظر کې نیول شوی وی؟
حل:-
د 200 مارک نسبت عبارت دی له(1:1.5:3)چې مجموعه د نسبتونو یې 5.5 کیږی
د سیمنټو مقدار:-
Cement=30/(5.5)*1*1.52*1440=11938.9kg
په پورته رابطه کې 1440 د سیمنټو حجمی وزن دی، او 1.52 د لوند څخه وچ حالت د کانکریټ دبدلولو ضریب دی،او د (1) عدد د کانکریټو د مارک په نسبت کې د سیمنټو مقدار دی
اوس که وغواړو چې نوموړی مقدار په بوجیو وښایو نو 50 یې ویشو:-
Bags of Cement=11938.9/50=238Bags